د تايوان سيمې مشرې څای يينګ ون په دې وروستيو کې د جاپان له خبري رسنيو سره په مرکه کې له چين څخه د تايوان د بېلتون په اړه خبرې کړې او پر تايوان د چين د پوځي خطر تشه نظريه يې تبليغ کړې ده. د چين د دولتي شورا د تايوان چارو د دفتر وياند ما شياو ګوانګ د اګست په ۱۱ مه نېټه په دې اړه وويل چې په نړۍ کې يوازې يو چين شتون لري او تايوان د چين نه جلا کېدونکې برخه ده. دا يو حقيقت دی چې هېڅوک يا هېڅ ځواک نه شي کولی چې دا سره جلا کړي. موږ د تايوان ډيموکراتيک پرمختګ ګوند ته خبر ورکړی چې د بهرنيو ځواکونو پر مټ له هېواد څخه د تايوان د جلا کولو کوشش و نه کړي او د دوی دغه پلان ناسم دی او خامخا به ناکامېږي.(مينه)