د بريتانيا د نېچر مجلې څه موده مخکې د يو خبر په خپرولو سره وويل، چې د امريکا د کرهنيزو چارو وزارت څيړوونکو د دغه هېواد په شمال ختيځ کې د ځينو هوسيانو په وينو کې د کرونا انټي باډي څيړنه کړې ده. د دغې څيړنې له مخې، د دغو هوسيانو يو په دريمه برخه په بدن کې انټي باډي موندل شوې او ترې څرګنديږي چې دوی پر کرونا اخته شوي وي.
څيړوونکو د جولای په ۲۹مه نېټه په انټرنيټ کې دغه څيړنيزه پايله خپره کړې ده.