د امريکا سنا مجلس د زر ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت لايحه تصويب کړه
cri2021-08-11 10:43:08
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سنا مجلس د اګست په ۱۰مه نېټه د زر ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت لايحه تصويب کړه، چې له مخې به يې پر بنسټيزو تآسيساتو يادې پيسې ولګول شي. دغه لايحه به اوس د دغه هېواد د استازيو مجلس ته وړاندې شي.

سنا مجلس په همدې ورځ د۶۹ موافقه رايو او ۳۰ ممتنعو رايو په ورکولو سره دغه لايحه تصويب کړه. که د دې هېواد ياد لايحه تصويب کړي، نو يادې پيسې به په امريکا کې د عامو تآسيساتو پر اوسنيو پروژو ولګول شي، په راتلونکيو ۵ کلونو کې به د سړک او پل په ګډون ترافيکي تآسيساتو په جوړونو کې د ۵۵۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونې ولګول شي او د څښاک اوبو او برېښنا برابرولو سيستم جوړ او انټرنيټي شبکې به ښې فعالې شي. (شکريه)