ليتوانيا دې سمدستي خپله ناسمه کړنه سمه کړي
CRI2021-08-12 10:13:28
شريکول:

ليتوانيا د روان کال له پيل راهيسې د تايوان سيمې له حکومت سره وار په وار اړيکې نيولې او د چين ضد کړنې يې کړې دي. په تېرې جولای کې ليتوانيا د خپل هېواد په پلازمېنه ويلنيوس کې د تايوان ځايي حکومت د يوې نماينده ګۍ له پرانيستلو سره موافقه وکړه. دغه هېواد د تايوان د ځايي حکومت سره د رسمي اړيکو د نه ټينګولو او د يو چين د پېژندلو له اصولو څخه څرګنده سرغړونه کړې او د چين ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته يې زيانونه رسولي دي. د چين حکومت د اګست په ۱۰مه نېټه له ليتوانيا څخه د خپل سفير د ورغوښتلو اعلان وکړ او پر دغه هېواد يې هم غږ وکړ چې له چين څخه خپل سفير سمدستي وروغواړي. د چين حکومت وايي، هر څوک د چين ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته زيانونه ورسوي، چين به يې پر وړاندې هرومرو ځوابي کړنې تر سره کړي. د زياتو بهرنيو رسنيو په اند، د ليتوانيا د يادې کړنې له امله د چين قهر او غصه راپارېدلې ده. 

ليتوانيا د امريکا د اوسني حکومت له لوړې کولو راهيسې د امريکا د خوښۍ سره سم له تايوان سيمې سره تماس نيولی او له دې لارې غواړي چې د چين ضد امريکايي حکومت په ستراتيژۍ کې خپل ځای لوړ کړي. خو ليتوانيا چې د بلتيک سمندر په شاوخوا کې يو کوچنی هېواد دی، دومره ستره اغېزه نه لري. دغه هېواد به په يادې کړنې سره يوازې ځان ته زيانونه ورسوي. 

( سپوږمۍ)