تبصره: د امريکا سياستوالو ساينس ته درناوی نه دی کړی او خپله ټولنه يې له درنو بيو سره مخ کړې
cri2021-08-12 10:46:07
شريکول:

د واشينګټن ځيني ساستوال د خپلو ګټو لپاره له اوږدې مودې راهيسې د ګوندونو په سیالۍ بوخت دي او د کرونا وبا پر وړاندې يې د مبارزې په بهير کې ساينس ته درناوی نه دی کړی، چې له امله يې د دغه هېواد ټولنه درنې بيې ورکوي.

د چين دريو فکري مرکزونو(( د کرونا وبا پر وړاندې د امريکا د مبارزې رښتينی وضعيت )) په عنوان راپور کې پدې اړه يو لړ شواهد وړاندې کړي او ثابته کړې يې ده، چې د امریکا حکومت د کرونا وبا د مهارولو، د اړوندو تګلارو د پلې کولو او د کرونا ويروس د ريښې موندلو په برخو کې له ساينسي اصولو څخه سرغړونه کړې او په ياده مبارزه کې يې د نړۍ تر ټولو لويه ماتې خوړلې ده.

په امريکا کې د ساينس د مخالفت غوښتنونکو او پوپوليزم  څپو په خاطر د ساينس پوهانو او متخصصانو د اوازونو مخه نيول شوې ده. د سپينې ماڼۍ مشران لاهم خپله تېروتنه نه مني او خپله پړه پر نورو اچوي او پدې برخه کې يې هيڅ هڅه نه ده سپمولې.