(( د نسبتاً شتمنې ټولنې هراړخيزه جوړونه)) سپين کتاب خپور شو
cri2021-08-12 14:45:58
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ۱۲مه نېټه (( د نسبتاً شتمنې ټولنې هراړخيزه جوړونه ؛ د چين د بشري حقونو د چارو ځلانده پاڼه )) سپين کتاب خپور کړ.

په دغه سپين کتاب کې ليکل شوي، چې د هراړخيزې شتمنې ټولنې جوړونه د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ د ټولو چينايانو د سختو کوښښونو له لارې يو ستر برياليتوب دی، چې دا کار د بشري حقونو د نړيوالو چارو د پرمختګ په تاريخ کې د ميل تيږې (mile stone) په شان مهم ارزښت لري. د هراړخيزې شتمنې ټولنې د ابادۍ په بهیر کې د بشري حقونو د درناوي او ساتنې په اړه د چين بريالي اقدامات او تجربې د ټولو انسانانو لپاره ګټورې دي. د چين کمونېست ګوند به د عصري سوسياليستي هېواد د هراړخيزې ابادۍ په لارې کې د پرمختګ د نوې مرحلې او نوې مفکورې په اساس د پرمختګ نوی جوړښت اباد کړي او په پر له پسې توګه به د چينايانو د لا نيکمرغه ژوند او د لا لوړې کچې د بشري حقونو لپاره هڅې وکړي. چين به د بشري حقونو د نړيوالو چارو د پرمختګ لپاره پرله پسې خدمتونه وکړي.