د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ۱۲ مه نېټه ((د نسبتاً شتمنې ټولنې هراړخيزه جوړونه؛ د چين د بشري حقونو چارو ځلانده پاڼه)) په عنوان سپين کتاب خپور کړ.
په دغه سپين کتاب کې ويل شوي، چې د چين حکومت د لوبغالو، سپورټي مرکزونو، باغونو، فوټبال ميدانونو او جيمونو پر جوړولو ډېرې پانګونې کړي او ورزش ته يې خلک ېرهڅولي دي.
په ۲۰۲۰م کال کې په دغه هېواد کې د لوبغاليو شمېر ۳۷۱۳ زره او پراخوالی يې ۳ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونو متره مربع ښودل شوی او هغه کسان چې هره ورځ ورزش کوي، د دې هيواد په عمومي نفوس کې ٪ ۳۷.۲ نيسي.
په شانګهای ښار کې د خلکو پر مخ ډېر لوبغالي وړيا پرانيستل شوي
د هه بې ولايت د جي ځه ولسوالۍ په يوه سپورټي مرکز کې ماشومان د سکيټينګ پر لوبې بوخت دي
د داخلي مغولستان د هوهه هاوته ښار په يوه باغ کې ځايي اوسېدونکي د تای چي پر لوبې بوخت دي