د چين د بهرنيو چارو وزارت له ليتوانيا څخه د خپل سفير د ورغوښتلو په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ
cri2021-08-12 14:42:23
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د اګست په ۱۱مه نېټه له ليتوانيا څخه د خپل سفير د ورغوښتلو په اړه د خبريال پوښتنې ته د ځواب په ترڅ کې وويل، چې د يو چين پېژندنې له اصل څخه سرغړونه د منلو وړ نه ده. چينايان د چا داسې کړنې نه مني، چې په ژبه کې د يو چين د پېژندنې پر اصل د ټينګار خبره کوي، خو په حيقيت کې د تايوان له ادارې سره رسمي تګ راتګ  او حتی د تايوان د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

هوا چون ينګ وويل، چې چين له ليتوانيا سره د خپلو ديپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې د دغه هېواد د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو د بشپړوالي درناوی کړی او د دغه هېواد ضد هيڅ زيانمنه کړنه يې نه ده ترسره کړې. چين له ليتوانيا څخه يو ځل بيا غوښتنه کوي، چې د يو چين د پېژندنې ژمنه دې په عمل کې وښيي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره دې زمينه برابره کړي.