د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ۱۲ مه نېټه ((د نسبتاً شتمنې ټولنې هراړخيزه جوړونه : د چين د بشري حقونو چارو ځلانده پاڼه)) په عنوان سپين کتاب خپور کړ.
په دغه سپين کتاب کې ويل شوي، چې په چين کې هغه کسان چې د ژوند اړين کلنی لګښت يې تر ۲۳ سوو يوانو کم وي، بې وزله ياديږي. د چين حکومت له ۲۰۱۲ م کال تر ۲۰۲۰ م کال پورې يعنې د اتو کلنو هڅو په نتيجه کې په دغه هېواد کې ۹۸ميلیونه او ۹۹۰ زره بې وزله کسان ، ۸۲۳ بې وزله ولسوالۍ او ۱۲۸ زره بې وزله کلي له بې وزلۍ څخه اوباسلي دي.
له ۱۹۷۳م کال څخه یعنې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو له پلې کېدو راهيسې ۷۷۰ ميليونه کسان له بې وزلۍ څخه وتلي، چې دغه شمېر د نړۍ د بې وزلو کسانو په عمومي شمېر کې تر ٪۷۰ زیاته برخه جوړوي. چين له ټاکلي وخت ۱۰ کلونو مخکې د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ م کال د دوام لرونکي پرمختګ اجنډا د بې وزلۍ د له منځه وړلو موخې ته رسېدلی دی.