د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د اګست په ۱۱ مه نېټه د دغه هېواد پارلمان ته د نوې کابينې د غړو نوملړ وړاندی کړ.
د ايران اېرنا خبري اژانس په همدې ورځ خبر ورکړ، چې په دغه نوملړ کې حسين امير عبدالهيان د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير په توګه نومول شوی دی. نوموړي د عرب او افريقا په چارو کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د معين او د پارلمان د رئيس د لوړپوړي سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.