د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت : د شينجيانګ په چارو کې د امريکا لاسوهنې به هرومرو ناکامېږي
cri2021-08-12 15:11:28
شريکول:

د امريکا د چين ضد يو شمېر پارلماني غړو په دې وروستيو کې ويلي، چې دوی به د چين د شينجيانګ په اړه د لايحې جوړولو بهير پرمخ يوسي او امريکا به د مسلمانانو پر بشري حقوقو د تېري کولو په پلمه پر شينجيانګ بنديزونه ولګوي. د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې حکومت وياند شيو ګوې شيانګ د اګست په ۱۲مه نېټه په دې اړه وويل، چې له لېرې سيمې نه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه په اصل کې د بهرنيو هېوادونو پر شرکتونو د حملې او د حکومتونو د نسکورولو لار ده. امريکا د خپلې بادارۍ مقام د ساتنې لپاره څو څو ځله خپل قوانين د نړيوالو قوانينو له واک لوړ کارولي، په بد نيت يې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کړي، په خپله خوښه يې د نورو هېوادونو د شرکتونو او خلکو پر ګټو تيري کړي، د بېلا بېلو هېوادونو د برابرۍ له اصل څخه يې سختې سرغړونې کړي او نړيوال نظم يې تر پښو لاندې کړی دی.

له لېرې سيمې څخه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه په حقيقت کې د امريکا د ليونتوب سبب دی، هرومرو به ناکامېږي. (شکريه)