د امريکا ۱۷۵ ساينس پوهانو له خپل حکومت څخه د کرونا ضد واکسين د صادرولو غوښتنه وکړه
cri2021-08-12 10:15:26
شريکول:

د امريکا د هارډوارډ، يېلي او کلومبيا په ګډون د څه باندې ۲۰ پوهنتونونو استاذانو او د طب او عامې روغتيا پوهنځيو د مشرانو په ګډون ۱۷۵ ساينس پوهانو  او ۵۰ ټولنيزو ارګانونو د اګست په لسمه نېټه د دغه هېواد ولسمشر جوبايډن ته يو ګډ پيغام ليږلی دی. دغو ساينسپوهانو له امریکايي حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د کرونا ضد mRNA واکسين زيات توليد کړي او کواکس پلان او نورو ميکانيزمونو ته دې يې وسپاري، څو د کرونا وبا پر وړاندې د نړيوالې مبارزې اړتياوې پوره او د کرونا ويروس د نورو خطرناکو بڼو د رامنځته کېدو ونيول شي.

ياد پيغام د واشينګټن پوسټ لخوا هم خپور شوی دی.