په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۰۳ ميليونو، ۹۴۴ زرو او ۱۴۴ ته رسېدلی
cri2021-08-12 10:28:38
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۱۱مه نېټه يو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۶ بجو او ۳۹ دقيقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۶۳۰ زره ۶۵۶ نوې پېښې ثبت شوي او په دې توګه عمومي شمېر يې ۲۰۳ ميليونو، ۹۴۴ زرو او ۱۴۴ تنو ته رسېدلی دی. په همدغه ورځ د دغه ويروس له امله ۹۱۷۸ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۴ ميليونو، ۳۱۲ زرو او ۹۰۲ ته رسېدلی دی. (هيله)