په دوحه کې د افغانستان مسئلې په هکله د چين، امريکا، روسيې او پاکستان ترمنځ څلور اړخيزه غونډه تر سره شوه
cri2021-08-12 15:23:30
شريکول:

د افغانستان مسئلې په هکله د چين، امريکا، روسيې او پاکستان ترمنځ څلور اړخيزه غونډه د قطر په پلازمينې دوحې کې تر سره شوه. د يادو څلورو هېوادونو استازو د افغانستان د اوسني وضعيت په باب بحثونه وکړل او د دغه هېواد د جګړې له ښکيلو خواوو څخه يې وغوښتل چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي او د بنسټيزو مسئلو په هکله دې تړون لاسليک کړي.

په دغې غونډې کې د افغانستان د چارو په هکله د چين د خارجه وزارت ځانګړي استازي يو شياو يونګ، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، د افغانستان د مسئلې په هکله د روسيې ځانګړي استازي زمير کابلوف او په دې برخه کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په دغه غونډه کې ګډون کړی او ټولو دا نظر وښود چې د خبرو اترو له لارې د افغانستان مسئلې د حل وفصل لپاره د سياسي لايحې جوړونه د دغه هېواد د دايمي سولې د رامنځته کېدو يوازينۍ لار ده  او د افغانستان ملي حاکميت، د خاورو بشپړتيا او خپلواکۍ ته بايد درناوی وشي.

یو شياو يونګ وويل، چين غواړي چې د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې بايد پر هغو اصولو ټينګار وشي چې د دغه هېواد برخليک دې د افغانانو له خوا وټاکل شي. د خبرو اترو دواړه خواوې دې له اوسني فرصت څخه په استفادې د افغانستان مسئلې د حل وفصل لپاره اغيزمنه لايحه جوړه کړي. هغه وويل ، نړيواله ټولنه په دې اړه دغه ګډ نظر لري او هيله لري چې امنيتي وضعيت نور ترينګلی نه شي او افغانستان په کورنۍ جګړه کې ګير نه شي او د افغان بين الافغاني مذاکرت دې ډېر ژر بيا پيل شي، ځکه دغه مذاکرت اوس په رکود کې پاتې دي. په پوځي لارې چارې د افغانستان مسئلې د حل وفصل لپاره سم انتخاب نه دی بلکې په سوله ييزې او سياسي خبرې اترې بايد وشي. دا د نړيوالې ټولنې ګډ نظر دی. مونږ بايد د دغې مسئلې د سياسي حل د چټکولو لپاره هڅې وکړو.

د يادو څلورو هېوادونو استازو په دغه غونډه کې په جلا جلا توګه د افغان حکومت استازي او د افغانستان د مصالحې عالي شورا له رئيس عبدالله عبدالله، او په دوحې کې د طالبانو د سیاسي چارو د دفتر له مسئول بردار سره خبرې اترې وکړې او د جکړې له ښکيلو دواړو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې د سولې خبرې اترې ژر بيا پيل کړي. د چين استازي يو شياو يونګ وويل، اوس له يوې خوا په افغانستان کې وضعيت ترينګلی دی ، خو له بلې خوا افغانانو د خپلو مسئلو د حل لپاره يو فرصت تر لاسه کړی دی.نو په جګړې کې ښکيلې خواوې بايد لومړی اوسنۍ جګړه پای ته ورسوي او دوهم دې د افغانستان په دننه کې د سولې او روغې جوړې د رامنځته کېدو او د يو ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره دې له اوسني فرصت څخه ګټه واخلي.

هغه په خپلو خبرو کې پردې ټينګار وکړ چې چين له افغانستان سره عنعنوي دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او چمتو دی چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د افغانستان د سولې بهير د پرمخبيولو او په دې هېواد کې د ثبات او امنيت د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي او د دې ترڅنګ د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې ګډون وکړي. هغه زياته کړه، نړيواله ټولنه له يوې مودې راهيسې نړيواله ټولنه د افغانستان د مسئلې د حل وفصل لپاره د چين رول ته په ډېره درنه سترګه ګوري او هيله لري چې چين په دې برخه کې لامهم رول ولوبوي او د افغانستان د سولې بهير د پرمخبيولو لپاره هلې ځلې وکړي. چين به په راتلونکې کې تر خپلې وسې پورې په بېلا بېلو لارو چارو دغه بهير ته وده ور کړي. مونږ پر دې تينګار کوو چې چين تل د افغانستان د سولې په بهير کې د دغه هېواد خپلواکۍ، ملي حاکميت، د خاورو بشپړتيا او د افغان مسئلې د سياسي حل ته درناوی لري.