د اسرائيل لومړي وزير د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې له مشر سره وکتل
cri2021-08-12 10:31:52
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل لومړي وزير نفتلي بينيټ د اګست په ۱۱مه نېټه په تل ابيب کې د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې له مشر ويليم بونس سره وکتل. دواړو خواوو په عمده توګه د ايران مسئلې په هکله د نظريو تبادلې وکړې. 

د اسرائيل د لومړي وزير دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې، دواړو خواوو د استخباراتو او امنيت ساتلو په برخو کې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا او د منځني ختيځ د وضعيت په اړه بحثونه وکړل، په تېره بيا د ايران مسئلې په هکله يې د نظريو هراړخيزې تبادلې وکړې. د اسرائيل د استخباراتو يا موساد ادارې د مشر په شمول د دغې امنيتي ادارې څو تنو لوړپوړو چارواکو هم په ياده کتنه کې ګډون کړی و. (هيله)