سپين کتاب: په چين کې پر کرونا اخته کس نه دی پرېښودل شوی
cri2021-08-12 15:38:38
شريکول:

د چين دولتي شورا مطوبوعاتي دفتر داګست په ۱۲ مه نېټه ((د نسبتاً شتمنې ټولنې هراړخيزه جوړونه؛ په چين کې د بشري حقونو د چارو ځلانده پاڼه)) سپين کتاب خپور کړ.

 

 

 

 

 

د ۲۰۲۰ کال د مۍ په ۵ مه نېټه، د وو هان د یوه روغتون ډاکټر له يو ۸۷ کلن ناروغ سره د لمر لوېدو په وخت د منظرې د کتلو په حال کې دی. دغه عکس په ټولنیزو رسنيو کې د ډېرو خلکو پاملرنه راجلب کړې ده.

په دغه سپين کتاب کې ويل شوي، چې د کرونا وبا په لومړيو وختونو کې د چين حکومت د هو بې ولايت او وو هان ښار له خلکو سره د مرستې په پار د دغه هېواد له بېلابېلو ځايونو څخه غوره ډاکټران، پرمختللي طبي وسايل او ګڼ شمېر طبي توکي راټول کړل او ياد ولایت او ياد ښار ته يې واستول.

 د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ له ۲۴ مې نېټې څخه د مارچ تر اتمې نېټې پورې کابو ۳۶۴ طبي ډلو، ۴۲زره او ۶۰۰ سوه طبي کارکوونکو او د عامې روغتيا کابو ۹۰۰ کارکوونکو له هو بې ولايت سره مرستې ته وردانګلي او د ګډو هڅو په نتيجه کې يې  ډېر ناروغان ژغورلي، چې پکې کابو ۳۰۰۰ داسې زاړه کسان هم شامل دي، چې عمرونه يې تر ۸۰  لوړ دي.  دا د دې ښودنه کوي، چې په چين کې هر ناروغ ته درناوی شوی دی.