د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې په شمال د تور سمندر په څنډو کې د اګست په ۱۱مه نېټه سخت بارانونه شوي او له امله يې سيلابونه رامنځته شوي دي. خبري رسنۍ وايي چې د روانې میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې د دغو سيلابونو له امله ۱۷تنه مړه شوي او ۱ تن ورک دی.
د ترکيې رسنيو خبر ورکړی، چې د سیلابونو له امله، څو پلونه هم ويجاړ شوي، په ۲۷۴ کليو کې برېښنا پرې شوې او نږدې زر کسان خوندي ځايونو ته ليږدول شوي دي. د ژغورنې کارکوونکي اوس سيلاب ځپلو سيمو ته ليږل شوي دي. د ترکيې د سرې مياشتې ټولنې هم د سيلاب ځپلو وګړيو ته د خوراکي موادو او څښاکو اوبو بار دوه موټرونه ليږلي دي. (هيله)