چين نړۍ ته د کوويډ-۱۹ ضد ۸۰۰ ميليونه دوزه واکسين برابر کړی
CRI2021-08-13 15:36:24
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ما جاو شو د اګست په ۱۳مه نېټه د کرونا وبا د سرچينې د لټون په اړه له بهرنيو ديپلوماتانو سره په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د کرونا وبا ضد مبارزې کې د انسانانو د ګډې روغتيايي ټولنې د مفکورې په اساس تر خپلې وسې پورې له نړيوالې ټولنې سره مرستې کوي. چين له نورو هېوادونو مخکې د کوويډ-۱۹ ضد واکسين په اړه نړيوالې همکارۍ پيل کړي او تر اوسه پورې يې تر سلو زياتو هېوادونو ته په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو ته د کوويډ-۱۹ ضد نژدې ۸۰۰ ميليونه دوزه واکسين برابر کړی دی او د خپلې هغې ژمنې د پلي کولو لپاره يې رښتيني او عملي ګامونه پورته کړي، چې دغه واکسين نړيوال عامه توليد وګرځوي.