په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۲۰۴،۶۴۴،۸۴۹ ته رسېدلی
cri2021-08-13 11:05:20
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اګست په ۱۲ مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د مازديګر تر ۶ بجو او ۱۱ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۶۵۹،۷۷۲ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۲۰۴،۶۴۴،۸۴۹ ته رسېدلی دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۹۷۱ کسان د دې ويروس له امله مړه شوي چې پدې سره د مړو شويو کسانو عمومي شمېر ۴،۳۲۳،۱۳۹ ته رسېدلی دی.(مينه)