په امريکا کې د چين سفير د تايوان مسئلې په هکله د چين دريځ بيان کړ
cri2021-08-13 11:16:09
شريکول:

په امريکا کې د چین سفير چين ګانګ د اګست په ۱۲مه نېټه د امريکا د خارجه وزارت د دايمي چارو له مرستيالې ويډي شيرمن سره وکتل او د ځينو مسئلو په باب يې ور سره د نظريو تبادلې وکړې.

چين ګانګ له ويډي شيرمن سره تر کتنې وروسته خبريالانو ته وويل چې دواړو خواوو په دغه کتنه کې صادقانه رويه درلوده او ګډ نظر يې ښودلی چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ډېرې مهمې دي، نو دواړه هېوادونه بايد د خبرو اترو له لارې  خپل منځي مسئلې حل او د نظريو توپيرونه  کنټرول کړي تر څو دوه اړخيزې اړيکې په سم لوري روانې شي.

هغه زياته کړه چې د تايوان مسئله د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو تر ټولو مهمه او حساسه مسئله ګڼل کيږي او   په دې اړه يې ويډي شيرمن ته د چين دريځ څرګند کړی دی.(غاټول)