پاکستان د COVAX پلان له لارې د چين مرستندويه واکسينونو لومړۍ جوپه تر لاسه کړه
cri2021-08-13 11:10:31
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان حکومت د اګست په ۱۲ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينه اسلام اباد کې د واکسين ورسپارلو مراسم تر سره کړل او په رسمي ډول يې د کرونا ضد واکسين د تطبيق(COVAX) پلان څخه د چين د واکسينونو لومړۍ جوپه تر لاسه کړه.

په روغتيايي چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړی مرستيال فيصل سلطان هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و او له چين څخه يې مننه وکړه چې د COVAX پلان له لارې يې پاکستان ته واکسينونه برابر کړي دي. هغه زياته کړه چې پاکستان ته دغو واکسينونو رسېدل دا ښيي، چين د کرونا ضد واکسين د عامه توليد ژمنه پوره کړې او د پاکستان او چين تر منځ ځانګړې او ژورې اړيکې هم ترې څرګنديږي.(مينه)