امريکا به له افغانستانه د خپلو ديپلوماتيکو چارواکو د وتلو لپاره دغه هېواد ته زرګونه سرتيري ځای پر ځای کړي
cri2021-08-13 11:08:18
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا حکومت د اګست په ۱۲مه نېټه ويلي، له دې امله چې د افغانستان حالات په ډېر بيړنۍ ډول ترينګلي شوي، امريکا به د خپلو ديپلوماتيکو چارواکو د امنيتي وتلو لپاره د کابل هوايي ډګر ته زرګونه سرتيري ځای پر ځای کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، امريکا به په کابل کې خپل چارواکي کم کړي او په راتلونکيو څو اوونيو کې به يوازې اړتياوړ ديپلوماتان په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي وويل، د امريکا د بهرنیو چارو وزير انټوني بليکن او دفاع وزير لويډ اوسټين په همدې ورځ د يادو چارو د همغږۍ لپاره له افغان ولسمشر اشراف غني سره ټليفوني خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې د امريکا لوی سفارت د عادي کارولو په حال کې دی، امريکا به په دغه هېواد کې خپلو ديپلوماتيکو چارو ته دوام ورکړي.

د پنتاګون وياند جون کيربي په همدې ورځ وويل، امريکا به په راتلوونکو ۴۸ ساعتونو کې ۳۰۰۰ سرتيري د کابل هوايي ډګر کې ځای پر ځای کړي. له دې امله چې د کابل ښار او نورو سيمو امنيتي حالات په ډېر بيړني ډول ترينګلي شوي، دغه عمل ډېر د اړتياوړ دی. (شکريه)