د پاکستان حکومت د داسو ترهګريزې پېښې د پلټنې مالومات خپاره کړل
cri2021-08-13 11:51:00
شريکول:

د پاکستان حکومت د اګست په ۱۲مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د داسو ترهګريزې پېښې د پلټنې په اړه تازه مالومات خپاره کړل او ويلي يې دي، چې دغه پېښه په افغانستان کې طرحه شوې او د پاکستاني طالبانو د سوات څانګې لخوا ترسره شوې ده. بريدګر په افغانستان تمرين شوي او موټر هم په افغانستان کې ورته اخيستل شوی دی. ځيني شکمن مجرمين په پاکستان کې نيول شوي او نور يې لا هم په افغانستان کې پټ دي. د ترهګرو دغه ترهګريزه شبکه د هند او افغانستان د استخباراتو ادارې لخوا تمويليږي او ملاتړ يې کېږي.  

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په همدې ورځ په دې اړه وويل، چين د يادې ترهګريزې پېښې پلټنې ته ډېره پاملرنه کوي او د پاکستان کوښښونه ستايي. اوس دغه پلټنه روانه ده، دواړه خواوې به د دې پېښې د واقعیت د لټون او مجرمينو ته د قانوني سزا ورکولو لپاره په ګډه هڅې وکړي. په عين وخت کې دواړه هېوادونه به د امنيتي همکارۍ ميکانيزم نور هم پياوړی کړي څو په پاکستان کې د چيني پروژو او ارګانونو کارکوونکي خوندي وساتل شي. (هيله)