په قطر کې د افغانستان د سولې څو اړخيزه غونډه پای ته ورسيده
cri2021-08-13 11:12:32
شريکول:

د افغانستان د سولې څو اړخيزه درې ورځنۍ غونډه د اګست په ۱۲مه نېټه د قطر په پلازمينې دوحې کې پای ته ورسيده . د چين، امريکا، م.م  او د افغانستان د مسئلې په هکله  د اړوندو خواوو استازو د دغې غونډې په موده کې د افغانستان د وضعيت او د دغه هېواد د سولې بهير په باب د نظريو تبادلې وکړې.

د يادې غونډې ګډونوالو د غونډې په پای کې يوه اعلاميه خپره کړې ده. په دغه اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان د سولې بهير چټکول  بېړنۍ او بنسټيزه مسئله ګڼل کيږي. د غونډې برخوالو له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي چې متقابل باور ټينګ کړي او ژر دې اوربند وکړي ترڅو په افغانستان کې سیاسي روغې جوړې ت لار هواره شي. په ياده اعلامیه کې هم ويل شوي چې اړوندې خواوې د جکړې په ډګر کې د ملکيانو ژوند ته پاملرنه وکړي. (غاټول)