روغتيا نړيوال سازمان د اګست د ۱۲مې نيټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه سازمان د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې د دغه وبا د سرچينې د لټولو لپاره له غړو هېوادونو او ساينسپوهانو سره نژدې همکارۍ کړې دي. ياد سازمان د روان کال په مارچ کې د کرونا وبا د سرچينې د لټولو د لومړي پړاو کار په اړه راپور خپور کړ او اوس يې بيا هيله ښودلې چې د دغه سازمان غړي هېوادونه د راتلونکو کارونو د تر سره کولو لپاره ور سره همکارۍ وکړي
روغتيا نړيوال سازمان په خپله اعلاميه کې د مختلفو هېوادونو له حکومتونو څخه غوښتي چې د کرونا وبا د سرچينې د لټولو کار ته سياسي رنګ ورنه کړي او په ګډه سره دې د احتمالي نويو ننګونو پر وړاندې همکاريز چوکاټ جوړ کړي. په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د روغتيا نړيوال سازمان تر ټولو لومړۍ دنده دا ده چې د لومړي پړاو د شويو کارونو پر بنسټ ټولې احتمالي ساينسي هڅې چټکې شي. (غاټول)