نړیوالې ټولنې د افغانستان له بېلابېلو خواوو څخه د سياسي خبرو غوښتنه وکړه
cri2021-08-13 14:26:26
شريکول:

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د افغان طالبانو ویاند  ذبيح الله مجاهد د اګست په ۱۲ مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړ، چې دوی د غزني ولايت مرکز غزني ښار  تر خپل  کنټرول لاندې راوستلی دی. غزني له کابل څخه یوازې ۱۵۰ کيلومتره واټن لري او دا لسم ولايتي مرکز دی، چې د روانې میاشتې له شپږمې نېټې څخه د طالبانو لاس ته غورځي.   افغان حکومت دغه خبر رد کړی او ويلي يې دي، چې په غزني کې لاهم جګړه روانه ده.

د غزني د ولايتي شورا غړي  حسن رضا يوسف د اګست په ۱۲ مه نېټه سينهوا خبري اژانس ته ويلي، چې د همدې ورځې په سهار غزني ښار د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلی  او  حکومتي مامورين کابل ته تللي دي. د غزني اوسېدونکي سيد علي هم په همدې ورځ سينهوا خبري اژانس ته ويلي،  چې طالب جنګيالي د همدې ورځې د سهار په نهو بجو ياد ښار ته ننوتلي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د اګست په ۱۱ مه نېټه د دغه هېواد په شمال د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې یوې غونډې ته وينا وکړه  او له سياسي او جهادي څېرو سره يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو تر چتر  لاندې د ولسي پاڅونونو د همغږۍ، تجهيز او انسجام په اړه بحثونه وکړل.

بلخوا د روانې مياشتې په لسمه نېته د افغانستان د سولې بهير څواړخيزه درې ورځنۍ غونډه د قطر په پلازمينې  دوحې  کې ترسره  شوه. د چين، روسيې، پاکستان، امریکا او څو نورو هېوادونو او سازمانونو، افغان حکومت او طالب استازو پکې  ګډون کړی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست په ۱۲ مه نېټه په یوه اعلاميه کې وويل، چې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ياده غونډه کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې د طالبانو د مخنيوي لپاره اقدامات  وکړي، نوموړي وويل، چې طالبان  پر بشري حقونو تېری کوي  او باید د سولې خبرو کې ګډون وکړي،  اوربند دې  وکړي او له سياسي لارو چارو دې د افغانستان ستونزه  حل کړي.

په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم وردګ  د اګست په ۱۱ مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو څرګنده کړه، چې   د طالبانو لومړۍ دنده د خبرو او مذاکراتو له لارې د افغانستان ستونزې  ته د حل لارې موندل دي. نوموړي ويلي،  چې سوله د يواړخيزې هڅې په نتيجه کې نه شي راتللی  او  بېلابېلې خواوې بايد د افغانستان د ستونزو د سوله يیز حل په بهير کې خنډونه جوړ نه کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د اګست په ۱۱ مه نېټه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل، چې پاکستان د افغانستان د بېلابېلو خواوو په اړه بې طرفه دريځ لري او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو  وروسته به امريکې ته پوځي اډې ورنه  کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، پاکستان پدې باور دی، چې د افغانستان ستونزه یوازې په  سياسي لارو چارو حلېدای شي او پاکستان تل له امريکا او ناټو څخه غوښتي، ، چې له افغانستانه په مسئولانه او منظمه توګه خپل ځواکونه وباسي.

د ايران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظريف  ويلي، چې د افغانستان لپاره د بهرنيو هېوادونو ناسمې تګلارې د دغه هېواد د اوسنيو ترينګلتياوو سبب ګرځيدلي، ، نړيواله ټولنه بايد د افغانستان بحران د سياسي حل لپاره زمينه برابره کړي او تاوتريخوالی بايد  وغندي. نوموړي ويلي، ، چې بين الافغاني مذاکرات د افغانستان د اوسنيو ستونزو د حل يوازينۍ لار ده او ايران به پدې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

اروپايي ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې تاوتريخوالی غندلی او له اړوندو خواوو څخه يې د سمدستي، هراړخيز او دايمي اوربند غوښتنه کړې ده. په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې روان تاوتريخوالی افغانانو ته لوی زيانونه رسوي او  طالبانو خپله هغه ژمنه، چې د خبرو له لارې به ستونزې حل کوي، ماته  کړې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د امريکا هغه پرېکړه، چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، په دغه هېواد کې د خپل ماموريت د ناکامۍ نښه بللې او څرګنده کړې يې ده ، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي قواوو کمښت د دغه هېواد امنيتي حالت د پرله پسې خرابېدو سبب ګرځېدلی دی.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د اګست په لسمه نېټه په سپينې ماڼۍ کې خبري رسنيو ته وويل، چې د افغانستان مشران بايد يو موټی شي او افغان امنيتي ځواکونه بايد د خپلځان او خپل هېواد لپاره جګړه وکړي. نوموړي ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکړي.   امريکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې تر ۱۰۰۰ ميليارډو ډالرو زیاتې پيسې لګولي  او تر ۳۰۰ زرو زيات افغان امنيتي ځواکونه يې روزلي دي.

 نوموړي وويل، چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو په پرېکړې پښيمانه نه دی.