امريکا د کرونا وبا ضد مبارزه کې لومړی ناکام هېواد دی
cri2021-08-13 11:25:31
شريکول:

 په امريکا کې اوس د کرونا وبا څلورمه څپه راپورته شوې ده. د نيويارک ټايمز د تازه شمېرې له مخې، په تېره اوونۍ کې په دې هېواد کې د کرونا ورځنۍ نوې پېښې له ۱۱۸ زرو اوښتي او ګڼ شمېر روغتونونه له ناروغانو څخه ډک دي. د ځايي وخت د روانې مياشتې تر ۱۱مې نېټې پورې، په ټوله امريکا کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر له ۳۶ ميليونو څخه زيات و او څه باندې ۶۱۰ زره تنه د دې وبا له امله مړه شوي دي. دغه دواړه شمېرې په جلا توګه په نړۍ کې تر ټولو زياتې دي. بلومبيرګ خبري اژانس يوه موده مخکې امريکا په نړۍ کې د کرونا وبا ضد د مبارزې تر ټولو بريالي هېواد بللی و، چې دا بيخي بې ځایه او د نه باور خبر ده.

د چين دريو فکري ارګانونو څو ورځې مخکې ((د کرونا وبا ضد د امريکا د مبارزې رښتينې کړنې)) تر عنوان لاندې د يو راپور په خپرولو سره په مشخصو مالوماتو او عيني دريځ دا څرګنده کړې، چې امريکا بشپړې طبي سرچينې او تجهيزات او د بېړنۍ ادارې پوره سيستم لري، خو بيا هم د کرونا وبا پر وړاندې ناکامه پاتې شوې ده. (هيله)