د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال ما جاو شوي د اګست په ۱۳مه نېټه د کرونا وبا د ريښې لټونې مسئلې په هکله يوه غونډه کې ويلي، د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د ګډې څېړنې راپور په بشپړه توګه د دغه سازمان د معياري اجندا مراعات کړی او په علمي لارو چارو جوړ شوی.
دده په وینا، دا ښیي چې دغه راپور ارزښتناک، صلاحيت لرونکی دی او د ساينس او وخت ازموينه زغملی شي. دغه راپور د روغتيا نړيوال سازمان لخوا په رسمي ډول خپور شوی او بايد په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا د ريښې د لټونې کارونو بنسټ او لارښود وګرځي.
ماجا شوي زیاته کړه، چې که هر څوک په هر نيت غواړي دغه راپور مات او تحريف کړي، د ټولې نړۍ د ساينس پوهانو او ساينس درناوی نه کوي.