د چين د دفاع وزارت مطبوعاتي وياند د ياسوکوني لانجمن معبد ته د جاپان د دفاع وزير د تللو په هکله د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ
CRI2021-08-14 14:18:45
شريکول:

د چين د دفاع وزارت مطبوعاتي وياند وو چيان د اګست په ۱۳مه د ياسوکوني لانجمن معبد ته د جاپان د دفاع وزير د تللو په هکله د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.

خبريال پوښتنه وکړه، په دويمې نړيوالې جګړه کې د جاپان د ناکامېدو د يادونې ورځې د اګست پنځلسمې نيټې د رارسيدو مخکې د دغه هېواد د دفاع وزير کيشي نوبو د روانې مياشتې په ۱۳مه د ياسوکوني لانجمن معبد ته تللی دی. دا دويم ځل دی، چې د جاپان د دفاع وزير ياد معبد ته تللی دی. تاسو څنګه ارزونه کوئ؟

وياند وو چيان وويل، چين د ياسوکوني لانجمن معبد ته د جاپان د دفاع وزير د تللو له کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او د جاپان اړوندې خواوې ته يې احتجاج څرګند کړ. نوموړي وويل، ټولو ته معلومه ده، چې د ياسوکوني لانجمن معبد د جاپان د ميلتاريزم په وخت کې له نورو هېوادونو څخه د تیري کولو جګړ روحيه څرګندوي چې په کې په دغه تيري کوونکې جګړه کې سخت جرمونه لرونکي مجرمين عبادت شوي. له يادې کړنې څخه څرګنديږي، چې جاپان خپل تيري کوونکي تاريخ ته په سمه رويه نه ګوري او له دويمې نړيوالې جګړې وروسته له نړيوال نظام سره چلنج کوي.