د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان تر منځ ژوره مينه
CRI2021-08-14 16:22:14
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ خپلې کورنۍ ته ډېره په ښه سترګه ګوري، چې د خپل پلار او مور درناوی کوي او له خپلې مېرمنې سره مينه لري،د خپلو بچیانو پالنه کوي. هغه يو ځل د خبري رسنيو سره د مرکې پر وخت وويل، زه يوه نيکمرغه کورنۍ لرم، زه او زما مېرمن دواړه خپلې کاري چارې لرو او په ګډه زما کورنۍ ابادوو.

شي جين پينګ او د ده مېرمن پنګ لي يوان د دېرشو کلونو لپاره ګډ ژوند کړی دی. د ده په دفتر کې د مېرمن پنګ لي يوان انځورونه شته. مېرمن پنګ لي يوان له شي جين پينګ سره يو ځای د ليانګ جيا هه په کلي کې، چې مخکې هلته يې ژوند کړی، له پخوانيو کليوالو اوسېدونکو سره کتنه وکړه. دوی ورته جامې واغوستې، يو بل ته يې پاملرنه وکړه او په هر وخت کې یې نيکمرغه مينه وښوده.

شي جين پينګ او پنګ لي يوان په ۱۹۸۶ کال کې د کتلو په وخت کې یو له بل سره مینان شول او په ۱۹۸۷ کال د سپټمر  په میاشت کې یې د شيا مون په ښار کې واده وکړ. له واده وروسته دوی دواړو خپلې کاري چارې ترسره کوي. خو دوی تل يو له بل سره تفاهم لري، يو له بل څخه ملاتړ کوي او تر وسې پورې يو د بل پالنه کوي. مېرمن پنګ لي يوان وايي، چې شي جين پينګ يو مسئولانه خاوند او پلار دی. شي جين پينګ يو ځل ويلي، چې د بېلتون په وخت کې هره ورځ خپلې ميرمنې ته زنګ وهي.

 شي جين پينګ یو وخت ویلي ؤ، چې په دفتر کې یې د مېرمن پنګ لي يوان زيات انځورونه شتون لري. اوسمهال ټولنه د چټک پرمختګ په حال کې ده او خلک په کارونو بوخت دي او د ژوند لپاره دباندي کار کوي. خو موږ بايد دده مينه یاد ولرو او له خپلو کورنيو سره د بېلتون په وخت کې مينه پرې نه کړو.