د امریکا دفاع وزارت د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري
cri2021-08-14 14:20:29
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د پنټاګون ویاند جان کوبي د اګست پر ۱۳مه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې امریکا د طالبانو د عمل سرعت په اړه اندېښنه لري.امريکا د افغانستان امنیتي وضعیت ته ډ‌ېره پاملرنه کوي او په دې اړه ژوره اندېښنه لري.

هغه وویل، چې طالبان هڅه کوي کابل جلا کړي، خو کابل دا مهال د "بېړني ګواښ په  چاپېریال" کې ندی.

جان کوبي وویل، چې امريکا به د افغان حکومتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. د افغانستان حکومتي ځواکونه د وضعیت د بدلولو توان لريهغه پر ​​افغان مشرانو او حکومتي پوځ غږ وکړ، چې پدې وخت کې "سره متحد" شي.