د بريتانيا د دفاع وزير بين والاس د اګست په ۱۳مه نېټه وويل، له افغانستان څخه د امريکايي پوځ وتنه يوه ناسمه پرېکړه وه، چې په دغه هېواد کې د امنيتي وضعيت د ترينګلتيا سبب شوې او ښايي ټولې نړيوالې ټولنې ته به یې اغيزې ورسیږي.
نوموړي په همدې ورځ د بريتانيا د سکای نيوز خبريال ته وويل، د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېر کال په پيل کې د افغانستان له طالبانو سره له افغانستان څخه د امريکايي پوځ د وتلو په اړه تړون لاسليک کړ. د ده په نظر دا يوه ناسمه پرېکړه او تېروتنه وه، چې ښایي د القاعدې ډلې د بيا فعالېدو سبب شي او نړيواله ټولنه به اړوندې نتيجې واخلي.
نوموړي وويل، له افغانستان څخه د بهرنيو پوځونو د وتلو د تړون له مخې د بريتانيا پوځیان نور انتخاب نه درلود او يوازې په امريکا پسې له افغانستان څخه وتلي دي،خو که چېرې په افغانستان کې امنيتي وضعيت نور خراب شي، امکان شته، چې د بريتانيا پوځ بېرته افغانستان ته ستون شي.