امریکا د کرونا وبا پر وړاندې په روانه مبارزې کې د خپل هېواد د ناکامېدو پړه پر نورو هېوادونو اچولې ده
cri2021-08-14 15:05:59
شريکول:

د واشينګټن سیاستوالو د کرونا وبا د خپرېدو په موده کې تل د خپل هېواد د ناکمېدو پړه پر چين اچولې ده. د امريکا مشهور عالم اېليسون په اشارې سره وويل، چې پر چين د امریکايي سياستوالو د تورونو لګولو موخه دا ده، چې د کرونا وبا د کنټرول په برخه کې یې د امریکا د حکومت د ناکامېدو پړه پر نورو هېوادونو اچولې ده. حقیقت دادی،چې کرونا وبا يو عام نړيوال روغتيايي ناورين دی، خو امريکايي سياستوالو د دغې وبا په وسيله د لويو هېوادونو ترمنځ د شخړو لپاره هڅې کړې دي. د چين درېیو دماغي ارګانونو په دې وروستيو ورځو کې د کرونا له وبا سره د امريکا د مبارزې حقيقت په نوم راپور خپور کړی، چې پکې له دغې  وبا راهيسې پر نورو هېوادونو د امريکايي سياستوالو د تورونو لګولو کړنې يادې شوي دي. له حقيقت څخه څرګندېږي، چې امريکا له کرونا وبا سره په مبارزه کې د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو بد تر سره کړي، خو په دې مبارزه کې يې تل د خپل هېواد د ناکامېدو پړه پر نورو هېوادونو اچولې ده.