د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال ما جاو شوي د اګست په ۱۳مه نېټه د کرونا وبا د ريښې لټونې په يوه غونډه کې وويل، دا د چين او د روغتيا نړيوال سازمان د ګډې څېړنې په راپور کې څرګنده پايله ده،چې د وو هان د ويروس د څېړنې له مرکز څخه د کرونا ويروس د خپرېدو امکان نه شته.
د مرستیال وزیر په وینا، امريکا د هېڅ شواهدو په نه درلودلو سره له دغه مرکز څخه د کرونا ويروس د خپرولو خبر ګرموي،چې دغه کړنه له ساينس او اصولو سره سمون نه لري.
ده زیاته کړه، چې امريکا د کرونا وبا د ريښې د لټونې دروازه تړي، خو غواړي بيا په چين کې دغه کار تر سره کړي. دا عادلانه ده؟ عادي ده؟ په حقيقت کې په امريکا کې د لابراتوارونو مسئلې تر ټولو زياتې دي.
په دې وروستيو ورځو کې ۲۵ ميليونو چيني انټرنيت کاروونکو غوښتنه وکړه، چې د امريکا د ډيټريک فورټ بيولوژيکي لابراتوار پلټنه وکړي. که امريکا په دې اړه هېڅ شک نه لري، بايد د روغتيا نړيوال سازمان ته بلنه ورکړي، چې په دغه لابراتوار او د شمال کارولينا پوهنتون کې د کرونا وبا ريښې لټونې کارونه تر سره کړي. په دغو دواړو ځايونو کې د کرونا ويروس د څېړنې کارونه شته او ډېر مشکوک دي .