سیاسي لايحه د افغانستان د سولې د رامنځته کېدو یوازينۍ لار ده
cri2021-08-14 11:24:41
شريکول:

د افغانستان د سولې درې ورځنۍ څو اړخيزه غونډه د اګست د ۱۲مې په شپه د قطر په پلامينې دوحه کې پای ته ورسېده. د چين، روسيې، پاکستان او امريکا په شمول د ځينو هېوادونو او سازمانونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و. د غونډې برخه والو د افغانستان د نوي وضعيت او د سولې بهير په باب بحثونه وکړل او له افغان حکومت او طالبانو څخه يې غوښتنه وکړه، چې متقابل باور ټينګ کړي او روغې جوړې ته د لارې هوارېدو او د اوربند کولو لپاره ګډې هڅې وکړي. د افغانستان مسئلې په هکله د چین د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يو شياو يونګ په ياده غونډه کې ګډون کړی و. تر غونډې وروسته د چين د ميډيا ګروپ خبريال ور سره مرکه وکړه.

د غونډې ګډونوالو تر غونډې وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې متقابل باور ټينګ کړي تر څو سياسي روغې جوړې ته لاره هواره شي. د دې ترڅنګ د جګړې ښکيلې خواوې بايد د اوربند موخې ته د رسېدو لپاره ګډې هڅې وکړي. په دغه اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان د سولې د بهير چټکول د یادو دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو بنسټيزه او بېړنۍ دنده ده. برخه والو په اتفاق سره ويلي، چې اړوندې خواوې بايد ياد بهير چټک کړي.

د افغانستان مسئلې په هکله د چین د خارجه وزارت ځانګړي استازي يو شياو يونګ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې برخه وال په دې غونډه کې ځينو ګډو نظريو ته رسېدلي دي.د بېلګې په توګه بېلا بېلې خواوې په دې اند دي، چې پوځي لارې چارې د افغانستان مسئلې د حل وفصل لپاره سمه لار نه ده او سیاسي لايحه د دغه هېواد د دايمي سولې د رامنځته کېدو يوازينۍ لاره ده. بېلا بېلو خواوو له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي، چې د سولې خبرې اترې وکړي او د جګړې د ختمېدو او روغې جوړې په باب سلا مشوره وکړي.هغه وويل، چې د غونډې برخه والو موافقه کړې، چې پوځي لارې چارې د دغې مسئلې د حل وفصل لپاره سمه لاره نه ده، بلکې په سياسي لارو چارو دې دغه مسئله حل شي. د افغانستان د سولې او روغې جوړې پر وړاندې دا ستونزه ده، چې څنګه سمه لار پيدا شي.چين به په دې برخه کې نه ستومانه کېدونکی کوښښونه وکړي او د نړيوالې ټولنې، سيمه ييزو هېوادونو او د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره يوځای به د اوسني بحران د لېرې کولو او د دغه هېواد د سولې، امنيت او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

هغه زياته کړه، چې اوس افغانستان په جګړه کې ګير شوی دی، چې پړه يې بايد د امريکا پر غاړه وي. ځکه چې امريکا په بېړنۍ توګه له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه ايستلي دي. شل کاله دمخه امريکا په افغانستان کې جګړه پيل کړې وه او اوس په نا مسؤلانه توګه له دغه هېواد څخه وتلې ده، چې له امله يې اوسنی وضعيت ترينګلی شوی دی. هغه وويل چې په افغانستان کې له اوسني وضعيت څخه ښکارېږي، چې امريکا په پوځي او سياسي چارو کې ناکامه شوې ده.مونږ تل د امريکا دغه نامسئولانه کړنې غندو او له امريکا څخه غوښتنه کوو، چې خپلې تېروتنې سمې کړي او بیا یې تکرار نه کړي.

له افغانستان د امريکايي پوځ له وتلو راهيسې طالبانو د دغه هېواد ۶۵ سلنه سيمې نيولې دي. هغه داسې وويل، چې چين د افغانستان اوسني وضعيت ته ډېره پاملرنه کوي او د افغانستان د ګاونډي هېواد په توګه به په دوامداره توګه د دغه هېواد د سولې بهير د پرمخ بېولو لپاره هلې ځلې وکړي او له نړيوالې ټولنې او د دغه هېواد له نورو ګاونډيو هېوادونو سره  به يو ځای د دايمي سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره لارې چارې ولټوي.