په هایتي کې د سختې زلزلې له امله ۳۰۴ کسان مړه شوي
cri2021-08-15 13:27:39
شريکول:

د هايتي حکومت د اګست په ۱۴ مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په لويديځ کې د ريکتر په کچه ۷.۳ درجه زلزله شوې، چې له امله يې ۳۰۴ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي او د مړو شمېر ښايي نور هم زيات شي.

د هايتي نوي صندراعظم اليرهنري د همدې ورځې په سهار په ټول هيواد کې يوه میاشت بېړنی حالت اعلان کړی دی.