قطر له افغان طالبانو څخه د اوربند غوښتنه وکړه
cri2021-08-15 13:23:26
شريکول:

د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنیو چارو وزير محمد  بن الرحمان آل ثاني د اګست په ۱۴ مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه دوحه کې د افغان طالبانو له سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر سره د کتنې پر مهال له دغې ډلې څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې اوربند وکړي، د زورزياتي او جګړې مخه دې ونيسي، له افغان حکومت سره دې د مذاکراتو بهير ګړندی کړي او د سياسي جوړ جاړي هراړخيز پلان په اړه دې موافقې ته ژر ورسيږي، څو د ټول افغان ولس ګټې تامين شي.