محمد اشرف غني: افغان حکومت تر خپل وسه د هېواد ثبات ساتي
cri2021-08-15 13:31:25
شريکول:

د افغانستان په بېلابيلو سيمو کې جګړه ورځ تر بلې زور اخلي. د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د اګست پر ۱۴مه نېټه هېوادوالو ته يوه وېډيويي پيغام خپره کړې او څرګنده کړې يې ده، چې افغان حکومت په ټول توان د هېواد ثبات ساتي.

نوموړي وويل، چې افغانستان د تپل شوې جګړې له کبله د بې ثباتۍ له جدي ګواښ سره مخ دی او اوس لومړيتوب د امنيتي ځواکونو بېرته راټولول دي. هغه افغانانو ته ډاډ ورکړې چې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره له کورنيو او بهرنيو استازو سره سلا مشورې روانې دي او ډېر ژر به د خپلو مشورو پايله له ولس سره شريکه کړي.

د بريتانيې دفاع وزير بن ولاس (Ben Wallace) د اګست پر ۱۳ مه نېټه په خپلو خبرو کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتللويه تېروتنه بللې، ځکه په دغه هېواد کې د وضعيت د ډېرو خرابېدو سبب شوی او ټوله نړیواله ټولنه ښيي له دې امله بيه ورکړي. هغه زياته کړې، چې بريتانيا بل انتخاب نه لري او يوازې پر امريکا پسې خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي، که په افغانستان کې وضعيت همداسې دوام ولري، نو بريتانيا ښايي دغه هېواد ته بيا ځواکونه واستوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس په همدې ورځ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبريالانو ته وويل، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتياوې هره شېبه زياتيږي. په تېره مياشت کې په دغه هېواد کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان د تاوتريخوالي له امله مړه يا ټپیان شوي او په هلمند، کندهار او هرات کې وضعيت تر ټولو د اندېښنې وړ دی. نوموړي له نړيوالو څخه غوښتنه وکړه، چې افغان ولس ته د تاوتريخوالي اغېزو ته پاملرنه وکړي. هغه زياته کړه، د سيمې او نړيوالې ټولنې په همکارۍ ښايي هغه شوتيا لاشته وي، چې افغان حکومت او طالبان د خبرو له لاري ستونزه هواره کړي. هغه پر دې تينګار وکړ، چې د افغانانو تر مشرۍ لاندې سياسي مشورې دغه هېواد ته سوله تامينولای شي.