د کرونا ويروس نوې بڼه ډېلټا (Delta) په ګردې نړۍ کې په ډېرې چټکۍ خپريږي او د ګردې نړۍ د ساري ناروغيو کارپوهان او ساينس پوهان یې اندېښمن کړي دي.
د چين د سينوواک(sinovac)شرکت منيجر ګاو چيانګ له خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال ويلي، چې دغه شرکت د يوې علمي څېړنې په بهير کې پيدا کړې، چې د ډېلټا بڼې پر وړاندې د دغه شرکت لخوا جوړ د کرونا ضد واکسين اغېزه له ۴۰ تر ۶۰ سلنه کمه ده، خو بيا هم د دغه ويروس د مخنيوي او معافيت توان لري.
نوموړي زياته کړې، چې سينوواک شرکت د کرونا ضد کروناواک (CoronaVac) واکسين د درېيم دوز د يادې څېړنې پایله به ډېر ژر خپره کړي.
نوموړي ويلي، چې د کروناواک درېيم دوز واکسین د ياد ويروس پر وړاندې د انسانانو د بدن معافيت سیستم لوړولای شي او پدې اړه اوس علمي څېړنې په چين، ترکيې، چيلي او څو نورو هېوادونو کې روانې دي.
د مالوماتو له مخې په چين کې کروناواک واکسين ته د بېړنۍ کارونې اجازه ورکړل شوې او د روغتيا نړیوال سازمان او کوواکس(covax) پلان لخوا تائيد او د کرونا ضد واکسینونو په ليست کې هم شامل شوی دی.