شي جين پينګ د کوريا جمهوريت د حکومت د جوړېدو د ۷۳مې کليزې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر مون جاي ين ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CRI2021-08-15 14:50:50
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د اګست په ۱۵مه نېټه د کوريا جمهوريت(جنوبي کوريا) د حکومت د جوړېدو د ۷۳مې کليزې په پار د دغه هېواد ولسمشر مون جاي ين ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې چين او کوريا جمهوريت مهم او ښه ګاونډيان دي او په وروستيو کلونو کې يې خپلمنځي اړيکو ښه پرمختګ کړی دی. چين او کوريا جمهوريت د کرونا وبا په درشل کې يو له بل سره ډېرې مرستې کړي او د دغې وبا د وقايي او کنټرول په چارو کې يې يو له بل سره همکارۍ کړې دي. دغه راز په بېلا بېلو برخو کې د دواړو خواوو تر منځ همکاريو او تګ راتګ نوي پرمختګونه ترلاسه شوي، چې د ستراتيژيکو همکاريو د دوستانه اړيکو لوړه سويه يې ترې ښکاري.

هغه په دغه پيغام کې ويلي، چې روان او راتلونکي کلونه د چين او کوريا جمهوريت د کولتوري تګ راتګ کلونه دي او راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۳۰مې کليزې سره برابر وي.

نوموړي زياته کړې، چې هغه د چين او د کوريا جمهوريا تر منځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشر مون جاي ين سره يو ځای د دواړو هيوادونو ستراتژيک تفاهم پياوړی او خپلمنځي اړيکې لا ټينګې کړي او دې لارې به دواړو هېوادونو او خلکو ته ګټې ورسيږي.

نوموړي ويلي، چې دواړه هيوادونه به د سيمه ايزې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړي.