د امريکا د بایلور (Baylor)پوهنتون د طب پوهنځي رئيس پيټر هوتيز(Peter Hotez) د اګست په ۱۴ مه نېټه له سي اېن اېن سره د مرکې پر مهال ويلي، چې د دغه هېواد په جنوب کې کرونا وبا له کنټرول څخه وتلې ده او په فلوريډا او لويسيانا ايالتونو کې، ښايي د دغې وبا د خپرېدو کچه په نړۍ کې تر ټولو لوړه وي.
په فلوريډا ايالت کې په تېرې يوې اوونۍ کې ۱۵۱۴۱۵ کسان تازه پر کرونا ويروس اخته شوي او دغه شمېر تر هرې بلې اوونۍ زيات ښودل شوی دی.
د لويسيانا ايالت مشر جون بيل ایډوارډز (John Bel Edwards) ويلي، چې په دغه ايالت کې روغتيايي سيستم د کرونا د زياتو ناروغانو له امله ډېر ستونزمن شوی او ډېر هغه ناروغان، چې پر نورو ويروسونو اخته دي، درملنه يې نه شي کيدلی.