طالبان تېره ورځ کابل ته ننوتل، ساعتونه تير شوي، خو سپينې ماڼۍ يې په اړه هيڅ بيانيه نه ده خپره کړې.
د سپينې ماڼۍ تازه خبرپاڼه د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه خپره شوې او پکې ويل شوي وو، چې جو بايډن به له افغانستانه د امريکایي ډيپلوماتانو د خوندي وتلو لپاره دغه هېواد ته ۵۰۰۰ سرتيرې ولېږي.
سپينې ماڼۍ نن د افغانستان مسئلې په باب د جو بايډن او د ده ملګرو تر منځ د ويډيويي غونډې انځور خپور کړی او له دې څخه څرګندېږي، چې سپينې ماڼۍ د دغه هېواد حالات څاري.
خبري رسنۍ وايي چې جو بايډن پلان لري، په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان د حالاتو په باب ټليويزيوني وينا وکړي. (شکريه)