د کرونا وبا ضد د امريکا د مبارزې د ناکامۍ لاملونه
cri2021-08-16 15:01:50
شريکول:

امريکايان  د کرونا وبا د خورېدو په حال کې له بېلا بېلو برخليکونو سره مخ دي. د دې هېواد پخوانی  ولسمشر چې ډېر  عمر لري، پر دغه ويروس تر اخته کېدو وروسته  ډېر ژر جوړ شوی او چټکه  درملنه يې شوې ده. خو پر دغه ويروس د دې هېواد په څه باندې ۳۶ ميليونو اخته کسانو کې څه دپاسه ۶۰۰ زره کسان مړه شوي دي. داسې ښکاري،  چې  د دغه هېواد  سياسي ټوټه ټوټه کېدنه د کرونا وبا ضد  مبارزې د ناکامۍ لوی لامل دی.

په امريکا کې له اوږدې مودې راهيسې د جمهوريت غوښتونکي ګوند او د ديموکرات ګوند ترمنځ سيالۍ،  کشالې او سياسي کشمکش روان دی، چې له امله یې د دې هېواد ټولنه کې سياسي فضا حاکمه شوې  ده. امريکايي سياستوالو تل په سياسي نظر او د سياسي موخې لپاره کرغېړنې کړنې غوره کړې دي. دوی نه یوازې د کرونا وبا پر  وړاندې روانې مبارزې  کې ناعلمي رويه غوره کړې، بلکې د دغې وبا د وقايې او کنټرول په برخه کې يې هم يو پر بل  تورونه لګولي  او  د کرونا وبا ضد د مبارزې وخت يې په دغه شان بې ځايه سياسي مقابلو کې مصرف کړی دی. شنونکي وايي،  چې د امريکې د سياستوالو په فکر او نظر  کې سياسي واک تر ټولو مهم دی، نو ځکه دوی د ملکي وګړيو ګټو او ژوند ته  هېڅ پاملرنه نه کوي.

په دغه شان سياسي مقابلو  کې ملکي وګړي قربان شوي او ډېر زيانونه يې  ګاللي دي. د امريکا د ناروغۍ د کنټرول او وقايې مرکز د تازه راپور له مخې، له روانې اګست مياشتې راهيسې په دغه هيواد  کې هره ورځ د کرونا وبا څه دپاسه ۱۰۰ زره نوې پېښې ثبت شوي  او د ثبت شويو پېښو او په روغتونونو کې د بستري ناروغانو شمېرې  له ۶ مياشتو راهيسې تر ټولو لوړ ګراف ته ه رسېدلي دي. په امريکا کې د دې وبا له امله د مړه شويو شمېر د ګردې نړۍ د مړينې  په عمومي شمېر کې  ۱۴ سلنه نيسي.  په امريکا کې  پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو لپاره د درملنې لګښت ډېر ګران دی او هغه څوک چې له يادې ناروغۍ څخه ښه شوي،  د طبي درملنې د لګښت لوی بېلونه ورپسې راغلي دي.

د امريکې د بروکينس انسټيټيوټ څېړونکي ګرېم د روان کال په سر کې ((د امريکې د ناهيلي  بحران)) تر عنوان لاندې يو راپور په خپرولو سره دې ته اشاره کړې،  چې له ۲۰۰۵م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې هر کال په منځنۍ توګه ۷۰ زره امريکايان د ناهيلي بحران له امله مړه شوي دي. په امريکا کې د کرونا وبا له امله ناهيلی بحران  لا سخت شوی او نور زيات امريکايان زيانمن شوي دي. په عين وخت کې د دې وبا په خورېدو سره د امريکې په ټولنه کې هم ګډوډي  ډېره زياته شوې ده .  د دې هيواد  د شتمنيو ويش  کې توپيرونه نور هم سخت شوي. د امريکا د تګلارو څېړنيزې ادارې په شمول د دې هيواد څو ارګانونو مالومات ورکړي، چې  له مخې يې، په تېرو ۱۶ مياشتو کې، د امريکې د ۷۱۳ لويو شتمنو کسانو  سرمايې ۱۸ سوه ميليارډه ډالره زياتې شوي  او ۴ زرو ۷ سوو ميليارډو ډالرو ته رسېدلي، چې ۶۰ سلنه زياتوالی پکې راغلی دی . د چيکاګو پوهنتون د څېړنې نتيجه ښيي، چې په امريکا کې د بېوزلۍ انډول د تېر کال په جون کې 9.3 سلنه و، خو د همدې کال په نومبر مياشت کې 11.7 سلنې ته لوړ شوی دی. بل دا چې د دې هيواد د سیاسي کړکېچ له امله، د امريکې په ټولنه کې نور سخت توپيرونه رامنځته شوي،   نژادي تبيعض او سيمه ييزې کشالې پکې ډېرې نورې هم سختې شوې دي.

ويل کېږي، چې د امريکې سياستوال  د خپلو شومو سياسي موخو لپاره ډېرې ناعلمي او کرغېړنې کړنې غوره کوي ، چې  نه يوازې په دغه  هېواد کې د کرونا وبا ضد مبارزې د ناکامۍ سبب ګرځېدلي ، بلکې د دې وبا ضد د نړيوالې مبارزې په لار کې يې هم خنډونه جوړ کړي دي. نړيواله ټولنه بايد په يو لاس او ټينګ هوډ د دې وبا پر وړاندې  مقابله وکړي او  د امريکا حکومت هم بايد د دې وبا پر وړاندې سمدلاسه اغېزمن او سم تدبيرونه ونيسي.