آيا چين به د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت په رسميت وپېژني؟
cri2021-08-16 17:11:30
شريکول:

د اګست په ۱۶ مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت په مطبوعاتي غونډه کې يوه خبريال د دغه وزارت له وياندې هوا چون ينګ څخه وپوښتل، چې ايا د چين حکومت پلان لري، د طالبانو په مشرۍ افغان حکومت په رسميت وپيژني او يا په کوم صورت کې به ورسره رسمي اړيکې ټينګې کړي؟

 هوا چون ينګ د دې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې چين د افغانستان ملي حاکميت او د افغانانو ارادې ته درناوی کوي، پر دې اساس له افغان طالبانو سره تماس ساتي او هڅه کوي چې له سياسي لارو د افغانستان ستونزو د هواري لپاره رغنده رول ولوبوي.

نوموړې زياته کړه، چې د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د تېرې جولای مياشتې په ۲۸ مه نېټه د دغه هېواد په تيانجين ښار کې د عبدالغني برادر په مشرۍ له طالب پلاوي سره وکتل او د نوي حکومت موضوع یې ورسره ياده کړه.

مونږ هيله من یوو، چې هغه ټولشموله سياسي چوکاټ چې د طالبانو، مختلفو خواوو او قومونو لخوا په ګډه جوړ شي، د دغه هېواد د دايمي سولې لپاره بنسټ کېږدي.

هوا چون ينګ زياته کړه، چې چين د افغانستان د سرنوشت د ټاکلو په اړه د افغانانو حق ته درناوی کوي او غواړي له دغه ګاونډي هيواد سره خپلمنځي دوستانه  اړیکو ته دوامدار پرمختګ ورکړي او د افغانستان د سولې او بیارغونې په برخو کې رغنده رول ولوبوي.