د م م امنيت شورا د اګست د ۱۵مې نېټې په ماسپيښين پرېکړه وکړه، چې د ۱۶مې نېټې په سهار به د افغانستان د حالاتو په باب بيړنۍ غونډه تر سره کړي او د م م سرمنشي انټونيو ګوتريس به هم په دې غونډه کې ګډون ولري.
د م م د سرمنشي وياند په همدې ورځ د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې سرمنشي ګوټريس د افغانستان حالاتو ته پاملرنه کوي او له طالبانو او اړوندو خواوو څخه غواړي، چې تر وسې پورې سړه سينه اوزغم او د خلکو ژوند وساتي او د افغانانو لومړنۍ اړتياوې پوره کړي. (شکريه)