د شيځانګ په کورواکې سيمې کې د کورونو، ښارونو او ښارګوټو ابادي ډېره ښه روانه ده
cri2021-08-16 15:34:18
شريکول:

د چين د شيځانګ کورواکې سيمې د حکومت له تازه شمېرې سره سم، له ۱۹۵۲م کال مخکې، د دې سيمې په ښارونو او ښارګوټو کې د کورونو مساحت له ۳ لکو مترو مربع نه هم کم و، يعنې هغه وخت د هر يو تن په سر يوازې درې متره مربع ځای ښودل شوی و او څه باندې ۹۰ سلنه وګړو يې خپل کورونه نه درلودل. د ۲۰۲۰م کال تر پای پورې، د دې سيمې په ښارونو او ښارګوټو کې د هر يو تن په سر د کور مساحت ۳۲.۳۷ مترو مربع ته رسېدلی، چې دا د پخوا په نسبت ۱۱چنده زياتوالی ښيي. د هر بزګر يا مالدار په سر د کور مساحت ۴۱.۱۵ مترو مربع ته رسېدلی دی. په دغې سيمه کې د کور تضمين يو مناسب سيستم جوړ شوی دی. (شکريه)