د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ینګ د اګست د ۱۶ مې نېټې په ماسپښين د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د افغانستان په وضعيت کې ستر بدلون راغلی دی او چين د افغانانو ارادې او انتخاب ته پوره درناوی لري.
نوموړې وويل، چې ۴۰ کاله کيږي، چې په افغانستان کې جګړه روانه ده او د دغې جګړې ختمول او دغه هيواد ته د سولې راوستل هم د ۳۰ ميليونو افغانانو غوښتنه او هم د سيمه ييزو هېوادونو او نړيوالې ټولنې هيله ده.
نوموړې زياته کړه، چې چين د افغانستان حالات له نږدې څاري.
طالبانو تېره ورځ په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو اعلان کړی او ويلي یې دي، چې د پرانيستي او ټولشموله اسلامي حکومت پر جوړولو مشورې کوي او د افغان ولس د امنيت تامينولو لپاره به مسئولانه اقدامات غوره کړي.