د هايتي په زلزله کې ۱۲۹۷ کسان مړه شوي
CRI2021-08-16 10:16:31
شريکول:

د هايتي د ملکي دفاع ادارې په ځايي وخت د اګست په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ، چې د اګست په ۱۴مه نېټه په دغه هېواد کې د شوې شديدې زلزلې له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۱۲۹۷ ته رسېدلی دی. د چين د زلزلې دولتي مرکز معلومات ورکړي، چې پر بېجينګ وخت د اګست د ۱۵مې نېټې په ۱۱ بجو او ۲۰ دقيقو په هايتي کې د ۵.۸ درجې زلزله وشوه او ژوروالی يې تر ځمکې لاندې ۱۰ کيلومتره ښودل شوی دی.