په جولای کې د چين ملي اقتصاد د ثابت پرمختګ په حال کې و
CRI2021-08-16 15:34:34
شريکول:

د چين حکومت د روان کال په جولای کې مؤثرې پاليسې پلی کړي، د دې هېواد اقتصادي زياتوالي له پيشګويي سره يې سمون درلود، په دغه مياشت کې په چين کې د کار موندنې ميزان او د توکو بيې په عمومي توګه ثابتې وې، د نړيوالې سوداګرۍ د عايداتو او مصارفو ترمنځ موازنه  يې برابره او اقتصادي ګرافونه يې په مناسبې اندازې کې وې او ملي اقتصادي په دوامدار ډول ثابت پرمختګ کړی.

د چين صنعتي توليدات په ياده مياشت کې په ثابت ډول زيات شوي، د لوړو تخنيکونو صنايعو يې ښه پرمختګ موندلی، خدمتي صنايع يې په دوامدار ډول اعاده شوي، په چيني بازار کې د خرڅلاو ميزان لوړ شوی او د توکو صادرات او واردات يې په چټکه توګه زيات شوي وو.