د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اګست په ۱۵مه نېټه د ازبکستان له ولسمشر شوکت ميرزايويف سره د افغانستان د حالاتو په اړه تليفوني خبرې وکړې.
د مسکو کريملين ماڼۍ ويبسايټ په همدې ورځ يوه اعلاميه خپره کړې، چې له مخې يې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په يادو خبرو کې د افغانستان د حالاتو په اړه بحث کړی او موافقه يې کړې، چې د روسيې او ازبکستان اړوند ادارې به همکارۍ ټينګې کړي او ياد دواړه ولسمشران به د سيمې حالاتو په اړه د نظريو تبادلې ته دوام ورکړي.
په ياده اعلاميه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو مشران به د اړوندو ادارو ترمنځ تبادلو او همکاريو ته پراختيا ورکړي او سيمه ييز امنيت او ثبات به وساتي.